سیاست

کابل ښاروال د افغانستان د “جبهه ملي نجات افغانستان” ګوند له مشر سره وکتل

کابل / د وري ٢٨ مه / باختر
کابل ښاروال محمد داوود سلطانزوى د "جبهه ملي نجات افغانستان" ګوند له مشر ډاکټر ذبيح الله مجددي سره په کتنه کې د ښاري نظم د مسئلو په اړوند خبرې وکړې.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په دې کتنه کې کابل ښاروال په سترو مهمو ښاري  پرېکړوکې د مخورو شخصيتونو نظريې او پيشنهادونه مهم وبلل او د کابل ښاروالۍ  د پروګرامونو په تحقق کې د مجددي د همکارۍ غوښتنه وکړه.
ډاکټر ذبيح الله مجددي د کابل ښاروال په توګه د سلطانزوى ټاکنه يوه پرځايه ټاکنه وبلله او د کابل ښاروالۍ د پروګرامونو په تطبيق کې هغه ته د همکارۍ ډاډ ورکړ.
ختم- ج – اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته