کابل / د زمري ۵ مه / باختر
په فاریاب کې د یوه لومړني ښوونځي د ودانۍ په جوړېدو سره، ۴۵۰ زده کوونکي نجونې او هلکان له سالمې او مناسبې فضا څخه برخمن شول.
د کلیو د بیارغاونې او پرمختیا وزارت ویاند فریدون آژند د دغه خبر په تایید سره باختر آژانس ته وویل چې د دغه ښوونځي په نوې ودانۍ کې ٦ درسي خونې، درې تشنابونه، ٥٠ متره د انګړ دېوال او نور اړین ملحقات پام کې نیول شوي دي.
آژند زیاته کړه چې دغه ښوونځى د کلیو د بیارغاونې او پرمختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام له لارې د څه ناڅه ٤ میلیونو افغانیو په لګښت د فاریاب په خان چارباغ ولسوالۍ پورې اړوند کهنه قلعه پایان کلي کې جوړ شوی دی چې د۴۵۰ زده کوونکو ته د زده کړې زمینه برابره شوې ده.
ختم/ع
1 1 دقیقه لوستل