کابل – باختر د وږي دريمه
دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس حامدکرزي دکونړولايت په شيګل ولسوالۍ کې د ائتلاف د پوځونو د عملياتو له امله ملکي وګړو ته د سر د اوښتو زيانونو د څيړنې په لاره کې د هئيت د موظف کولو په باب يو حکم صادرکړ.
د چارو د ادارې او د وزيرانوشورا د دارالانشا د لوى رياست د اطلاعاتو او عامه ارتباط رياست باخترآژانس ته خبر ورکړ:
دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس حامدکرزي دکونړ ولايت په شيګل ولسوالۍکې د ائتلاف د پوځونو د عملياتو له امله ملکي وګړو ته د سر د اوښتو زيانونو د څيړنې په لاره کې د هيئت د موظف کولو په باب يوحکم صادر کړى دى .
په خپل سر د نړيوال ائتلاف د پوځونو د هغو محاربوي عملياتوله امله چې د روان کال د وږي د مياشتې په لومړۍ نيټه دکونړ ولايت په شيګل ولسوالۍ کې ترسره شوي دي؛ د را رسيدلو اطلاعاتو له مخې په دغو عملياتوکې دسيمې ملکي او بې دفاع خلکو ته هم د سر زيان اوښتى دى او ددغې پيښې د هر اړخيزې څيړنې په مقصد د هيواد جمهور رييس د افغانستان د اسلامي جمهوريت دجمهوري رياست دسلاکار محمد عارف نورزي په مشرۍ او په ملي شوراکې دکونړولايت دمنتخب استازى صالح محمدصالح، د چارو د ادارې او د وزيرانو شورا د دارالانشا د لوى رياست داستازى ډګروال عبدالله، دملي دفاع وزارت داستازى ډګروال عبدالصمد، دکورنيو چارو وزارت د استازى سمونوال شاه ملک، دملي امنيت دلوى رياست د استازى ډګروال برکت الله او دسيمه ئيزو ارګانونو دخپلواکې ادارې استازى محمدظاهر نوري په غړيتوب د هيئت موظف کول منظور کړى دى .
له حکم سره سم، هيئت موظف دى چې مصيبت ځپلو کورنيو ته د افغانستان د اسلامي جمهوريت دجمهور رييس د ډاډګيرنې او همدردۍ پيغام د رسولو په ترڅ کې د کونړ له والي، ولايتي شورا، ديني عالمانو او د سيمې له مشرانو اومخورو سره په همکارۍ کې دې موضوع په هراړخيزه توګه وڅيړي او عيني او تفاهم شوى رپوټ دې په پنځوورځوکې جمهوري رياست ته وړاندې کړي .
0 1 دقیقه لوستل