ټولنه

دسالنګ تونل اودهغه شاوخوا کورونه به روښانه شي

کابل باختردتلې د مياشتې  ١٢  :
دافغانستان بريښنا شرکت  عمومي اجرائيه رئيس  له دوو معتبرو ګډو نړيوالو شرکتونو  (اسلول او عمران  هولدنګ ګروپ ) سره  دسالنګ تونل لپاره د٢٢٠ کيلوولټه سب ستيشن د جوړولو اودرولو قرارداد لاسليک کړ.                     دبريښنا شرکت  دخپرونو او عامه اړيکو دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ:               دغه سب ستيشن دوه ترانسفارمرونه لري چې هر يو يې ددوو ميګاواټه  امپير
ظرفيت لري   چې دسالنګ تونل او دهغه شاوخوا کورنه په بريښنا روښانه کوي.
دافغانستان دبريښنا شرکت عمومي اجرائيه رئيس قدرت الله دلاوري وويل:
  دغه قرارداد ډير ارزښتناک دى ځکه په بشپړيدوسره يې دسالنګ تونل او دهغه ګاونډي کورونه روښانه کيږي.
ده له خلکو څخه وغوښتل څرنګه چې د ژمي موسم  نږدې شوى دى  دبريښنا له انرژۍ څخه دې  مناسبه استفاده وکړي.
په همدې حال کې دعمران هولدنګ  ګروپ شرکت رئيس احمدصالحي وويل ؛  نن  که چېرې  زموږ کورونه  روښانه دي   دافغانستان دبريښنا شرکت دفعالو او زيارکښو کارکوونکو دهلو ځلو برکت دى.
دغه کارکوونکي دملي اردو اوپوليسو په شان شپه او ورځ دخلکو په خدمت کې دي .
په دې پروژه کې شل مليونه درې سوه  نهه شپيته زره او اووه سوه شل امريکايي ډالره لګيږي چې دامريکا دمتحده ايالاتو دنړيوالې پرمختيا د ادارې (USAID) له خوا    
تمويليږي.
ټاکل شوې ده دغه پروژه په دوه نيمو کلونو کې بشپړه او په عملي ډول  ګټې اخيستنې  ته وسپارل شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته