متون باختر د وږي دمياشتې ۱۵ مه
د خوست ولایت د نادر شاه کوټ ولسوالۍ په ځنځېلو سيمه کې بې پيلوټه الوتکې بريد کړی چې له امله يې شپږ تنه وسله وال مخالفين وژل شوي دي.
د خوست د والي ویاند مبارزمحمد ځدران باختر اژانس ته د بې پيلوټه الوتکې بريد تائيد کړ،خو د نورو جزياتو يې ډډه وکړه.
بل خوا د دغه ولایت یوې امنیتي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط وویل چې په دغه برید کې د وسله والو طالبانو د يوه مشر جهاد په ګډون شپږ تنه مخالفين وژل شوي دي.
سرچینه زیاتوي چې جهاد د مقبلو له قوم څخه وو او د مقبلو او منګلو ترمنځ په قومي شخړه کې یې هم لاس درلود.
پای/وصال
0 د یوې دقیقې څخه لږ