سیاست

د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین سترپاسوال عبدالرحمن رحمان د ناروې هېواد د دفاع له وزیرې سره د ګډو همکاریو او په هېواد کې د شته امنیتي حالاتو په موخه وکتل

کابل باختر دليندۍ ١٤مه
د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین سترپاسوال عبدالرحمن رحمان د ناروې هېواد د دفاع  له وزیرې سره د ګډو همکاریو او په هېواد کې د شته امنیتي حالاتو په موخه وکتل.په دغه کتنه کې لومړی د کورنیو چارو وزارت سترامنیتي معین سترپاسوال عبدالرحمن رحمان د ناروې هېواد د تېرو ترسره شـوو مرستـو او کارونو لکه د ځـانګـړو پولیسو یـا   C R U  پولیسو د روزنې او نورو مرستو له امله  په مننې سره وویل چې د ناروې هېواد له افغانستان سره له  تېرو کلونو را پدې خوا په بېلابېلو برخو کې د پام وړ مرستې کړي دي  چې زموږ لپاره د منلو وړ دي.د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین د امنیتي مسولیتونو د لېږد لړۍ ته په اشارۍ سره وویل دا چې د افغانستان ټول وګړي له مونږ او تاسو څخه سوله او امنیت غواړي او د امنیتي مسولیتونو د لېږد د لړۍ هرکلی کوي نو ټول ملي امنیتي ځواکونه مو په پوره میړانه او کلک هوډ سره د هېوادوالو د سر او مال ساتنې په موخه د لا نورو هلو ځلو او کوټلو ګامونو په پورته کولو سره مثبتو پایلو ته رسیدونکې دي.وروسته د ناروې هېواد ددفاع وزیرې وویل موږ خوښ یو چې افغانستان سره د تاریخ په اوږدو کې اوږده او دوامداره همکاري لرو زموږ د همکاریو يواځینی علت دا دی چې افغانستان یو ازاد خپلواک او پر پښو ولاړ افغانستان وي موږ به د خپلو ټولو شته امکاناتو نه په ګټې په کارولو سره د افغانستان نظامي برخو ته لا نوره پاملرنه وکړو ترڅو د افغانستان ټول ملي پولیس د نظامي تجهیزاتو  سره په مسلکې او ښونیزه پوهه سمبال وي.دغه راز نوموړې د افغانستان د ملي پولیسو او په ځانګړې توګه د C R U یا ځانګړي پولیسو ټول عملیات او کاري پلانونه وستایل  اوویې ویل  موږ به په راتلونکې  په ۲۰۱۳ کال کې د ملي پولیسو په ښونیزو او روزنیزو پروګرامو نو کې د پام وړ هلې ځلې وکړو ترڅو د دواړو هېوادونو ترمنځ پخوانۍ لرونکې اړیکې لا نورې هم پیاوړې شي.د ناروې ددفاع وزیرې د خپلو خبرو په پای کې ژمنه وکړه چې زموږ مرستې به له افغانستان سره تر یو وخته نه بلکې په ډېر سختو او ستنونزمنو حالاتو کې هم له افغانانو سره په خپلو کړو ژمنو ولاړ واوسو.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته