ورزش

دبهارک او دکابل کلپ ټيمونه لوبه کوي.

کابل – باختر د سلواغې دمياشتې دويمه
په کابل کې دفوټبال دبي ګروپ دنيمايي وروستي پړاو سيالۍ نن په يوې لوبې سره دوام مومي.
دکابل دفوټبال فدراسيون مرستيال عدالبصير قيومي د باختر آژانس خبريال ته وويل چې په دې پړاو کې دبهارک دځوانانو او دکابل کلپ ټيمونه لوبه کوي . او ددغه پړاو ګټوونکى ټيم ددغو سياليو وروستي پړاوته لاره مومي.
دقيومي د څرګندونو له مخې  په کابل کې دفوټبال دبي ګروپ سيالۍ د ديرشو ټيمونو په ګډون له څه مودې راپه دې خوا په غازي لوبغالي کې پيل شوې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته