کابل / د وري ۲ مه / باختر
د زابل امنیتي چارواکي وايي چې د نوي ۱۴۰۱ کال د راتګ په ویاړ یې په دغه ولایت کې امنیتي تدابیر نیولي دي.
د زابل د امنیت آمر مولوي ابو نصر وايي چې وړمه ورځ د کلات ښار په بېلابېلو سیمو کې ټولو کشفي او امنیتي ارګانونو ته د لا ښه امنیت ټينګښت په پار دندې وسپارل شوې چې د خلکو امنیت تامین کړي.
د امنیت آمر وايي چې په دغه ولایت کې امنیت ډاډمن دی او خلک په عادي ډول خپلې ورځنۍ چارې ترسره کوي.
دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي امارت په راتګ سره په زابل کې د جنايي پېښو ګراف صفر ته راټیټ شوی دی.
ن/ر