امنیت

د دولت ٨٠ تنه مخالفين په بادغيس کې له دولت سره يوځاى شول

کابل – باختر د چنګاښ دمياشتې ٢٩
د بادغيس سيمه ييز مقامات وايي چې د دولت اتيا تنه وسله وال مخالفين ددغه ولايت په جوند ولسوالۍکې د سولې له بهير سره يو ځاى شول .
د بادغيس والي محمد انور اسحق زي د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغه کسان چې شمېر يې اتيا تنو ته رسيږي؛ د قوماندان ملا يوسف په مشرۍ د جوند ولسوالۍ په مربوطاتوکې په ورانکارو او تروريستي فعاليتونو بوخت وو او اوس د ملي روغې جوړې د ريښتنوالى په پوهيدو سره له جګړې څخه لاس واخيست او له دولت سره يوځاى شول.
خبرځاى وويل: دغه کسان په سپکو او درندو وسلو سمبال وو چې خپلې وسلې يې هم دولت ته وسپارلې.
له دولت سره يوه ځاى شوي ژمنه وکړه چې په ساحه کې به د امنيت په تامينولو کې له امنيتي ځواکونو سره همکاري وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته