امنیت

پنځه تنه وسله وال طالبان په قندهار کې ووژل شول .

کابل باختر د زمري پنځه ويشتمه :
په قندهار ولايت کې دافغان  ځواکونو په ګډو عملياتو کې پنځه تنه وسله وال طالبان ووژل شول او درې تنه نور يې ټپيان شول .
  دقندهار ولايت  دمطبوعاتي دفتر مسوول دباختراژانس خبريال ته وويل  چې دغه عمليات تيره شپه  دګډو امنيتي ځواکونو له خوا دميوند، ژيړي او دغورک په ولسواليو کې  ترسره شول  چې له امله يې  دملا رحمت الله په نامه  دهغوى ديوه قوماندان په ګډون درې تنه وسله وال طالبان  هم وژل شوي اويو تن بل يې ټپي شو.
خبرځاى زياته کړه چې دغه عمليات په بشپړه توګه  دوسله والو طالبانو له شتون څخه  ددغو دريو ولسواليو تر پاکولو پورې  دوام لري .
  ددغوعملياتو په بهير کې دوسله والو طالبانو يوه اندازه جنګي وسايل هم دامنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي .
  ده زياته کړه چې دقندهار ولايت په ژيړي ولسوالۍ کې  دعملياتو په بهير کې دملي اردو  يوسرتيرى  شهيد شوى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته