کابل باختر د تلې اتلسمه :
د رسنيو عالي شورا نن د اطلاعاتو او فرهنګ د وزير عبدالباري جهاني په مشرۍ غونډه وکړه او د ډله ئيزو اطلاعاتو د وسايلو د قانون له مادو سره سم د آزادو انتخاباتو له لارې د رسانه يي شکايتونو او سرغړونو د څيړنې د کميسيون غړي انتخاب شول.
د باختر آژانس د خبر له مخې:
په هغو انتخاباتوکې چې د رسانه يي شکايتونو او سرغړونو د څيړنې د کميسيون د نهو تنو غړو د انتخاب په خاطر ترسره شول؛ د رايو په اکثريت محمد داود توفان، خدا بخش محسني، پوهنوال وحيد غروال، حميرا ثاقب، رحيم جامي، وحيد الدين ارغون، ضيا بوميا، صديق الله توحيدي او بريښنا عالمي يې د غړو په توګه انتخاب کړل.
په دې غونډه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو د چارو معينې پوهنيارې سيدې مژګان مصطفوي او د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت معين انجنير بريالي حسام او د رسنيو د عالي شورا غړو برخه لرله.
دغه راز په دې غونډه کې د ټولنيزو شبکو د خپرونو په باب د رسيدلوشکايتونو په پام کې نيولو سره هم خبرې وشوې او وپتيل شوه چې په راتلوونکې غونډه کې دې د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت په همکارۍ په دې برخه کې تصميم ونيول شي.
0 1 دقیقه لوستل