کابل باختر د چنګاښ اتلسمه :
دطالبانو په ډلې پورې اړوند دوه تنه چې دهرات په ښار ک په بډو اخستلو بوخت و دملي امنيت دکارکوونکو له خوا ونيول شول .
دغه کسان چې دګذرې ولسوالۍ دسيوشان دکلي اوسيدونکي دي په هرات کې د کيشا روغتون له مسوول څخه دبډې اخستلو په وخت کې ونيول شول .
تورنوکسانو دکيشا روغتون څښتن په وژلو اوطالبانو ته دپيسو په ورکولو ګواښلى و چې دپيسو دترلاسه کولو په وخت کې دوسله والو طالبانو دسندونو اواخطاريې سره ونيول شول .
دهرات ولايت يوه امنيتي مسوول دباختراطلاعاتي اژانس خبريال ته وويل چې په دې برخه کې څيړنه روانه ده .
0 د یوې دقیقې څخه لږ