امنیت

په پروان ولايت کې يوتن دنشه يي توکو دقاچاقو په تور ونيول شو

کابل باختر د غبرګولي پنځمه :
يوتن دپروان دامنيې قوماندانۍ دنشه يي توکو پرخلاف دمبارزې دمديريت دپوليسو له خوا ددولسو  کيلوګرامو نشه يي توکو  دقاچاقو په تور ونيول شو.
دپروان ولايت دامنيې قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ. دپنجشير ولايت دخينج ولسوالۍ اوسيدونکى هاشم  ددغه ولايت دنشه يي توکو پرخلاف دمبارزې مديريت دپوليسو له خوا په داسې حال کې ونيول شو چې دولس کيلوګرامه هيرويين ډوله نشه يي توکي دکرولا په واسطه له شمال څخه کابل ته ليږدول چې دپروان ولايت دجبل السراج ولسوالۍ دجوي بخشي  په مربوطاتو کې دپوليسو دپلټنې په پوسته کې ونيول شو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته