نړۍ

شل تنه عراقي سرتيري ووژل شول

بغداد باختر دوري اوولسمه :
پرون په عراق کې د بريدونو او چاودنوله امله ددغه هيواد څه ناڅه شل تنه عسکر ووژل شول .
باخترآژانس د رويټرز د خبري آژانس له خولې خبر راکړ: پوځي مليشو تېره اوونۍ د بغداد د شمال لويديځ په القرمه ښارکې يوکور چې پخوا د پوځي ځواکونو مقر و؛ نيولي دى
دعراق د دوو تنو امنيتي مامورينو دڅرګندونو له مخې: ددغه هيواد پوځيان پرون له سيمې څخه د پوځي مليشو له په شاتګ وروسته دغه کورته ننوتل او د هغې چاودنې له امله چې وشوه؛ يو شمېر عراقي عسکر ووژل شول.
سربېره پردې درې تنه نورعراقي عسکر  د بغداد په شمال کې  د عسکرو دګزمې په وخت کې په واټ کې د ښخ کړى شوي ماين د چاودنې له امله ووژل شول او شپږ تنه نورعسکرټپيان شول .
د رويټرز دخبر له مخې: د تېرميلادي کال په نښتوکې د پنځه سوه دوه نوي تنو وژل شويوعراقيانو له جملې څخه يوسلو اته تنه يې امنيتي ځواکونه وو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته