ورزش

دهيواددکرکټ ملي ټيم يوځل بيا د کينيا ټيم ته ماتې ورکړه

کابلباختردميزان١٠
دافغانستان د کرکټ ملي ټيم نن په خپله دويمه لوبه کي دکينيا دکرکټ ټيم ته ماتې ورکړه .
دافغانستان د کرکټ بورد اجرائيوي رييس ډاکتر نورمحمدمراد د باخترآژانس خبريال ته خبرورکړ :  دغه لوبه چې د متحده عربي اماراتو دشارجې په ښارکې ترسره شوه  لومړى  دکينيا د کرکټ ټيم لوبه پيل کړه اودافغانستان دکرکټ ملي ټيم ته يې دنوي منډو هدف وټاکه چې دافغانستان د کرکټ ملي ټيم هدف پوره او بريالى شو.
دخبرځاي دڅرګندونو له مخي که چيري دافغانستان دکرکټ ملي ټيم په راتلونکي لوبه کې چې ټا کل شوې ده بل سبا  له دغه ټيم سره و کړي بريالى شي د ٢٠١٥ کال دنړيوال جام سياليو ته به لاره و مومي .
ديادونې وړده  چې دافغانستان د کرکټ ملي ټيم د دوشنبي په ورځ  هم په خپلې لومړۍ لوبه کې د کينيا دکرکټ ملي ټيم  ته ماتې ورکړې وه  .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته