سیاست

افغانستان ته دپاکستان دپارلماني هيئت دسفرپلان

اسلام آباد ايرنا باختر دوري دمياشتې ٢٦ :
دپاکستان دپارلمان يو وکيل  افتاب احمدشيرپاو افغانستان ته ديوه پارلماني هيئت  داستولو لپاره ددغه هېواد د حکومت دتصميم خبرورکړ.
شيرپاو نن دايران دولتي خبري آژانس  ته وويل ؛  دپاکستان په پارلماني هيئت کې به  په نسبي ډول په پارلمان کې دبيلابيلو  ګوندونو يو زيات شمير استازي شامل  وي او دروان ميلادي  مياشتې له پاى ته رسيدو مخکې به افغانستان ته سفروکړي.
دپاکستان داستازو مجلس دغه استازى  چې  دى په خپله هم ددغه هيئت  په ملګرتيا کابل ته سفر وکړي وويل ؛ ددغه هيئت  سفر ددواړو خلکو ترمنځ داړيکو دټينګښت  او ددواړو  ګاونډيو هېوادونو ترمنځ دکړکيچونو کمښت  په موخه ترسره کيږي.
دهمدې خبرله مخې ؛  په پاکستان کې دافغانستان سفير ډاکتر عمرزاخيلوال پرون دپاکستان د اردو دقوماندانۍ په مقر کې ددغه هېواد د اردو له  لوى درستيز جنرال قمرجاويدباجوا سره وکتل او دواړو لورو ددوه اړخيزو اړيکو په باب خبرې وکړې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته