امنیت

په هلمند کې ديوه ځانمرګي بريد له امله دڅلورو تنو پوليسانو ټپي کيدل .

کابل باختر دچنګاښ پنځه ويشتمه :
په هلمند ولايت کې ديوه ځانمرګي بريد له امله څلور تنه   پوليسان ټپيان شول .
  يوه ځانمرګي يرغلګر چې بم يې په ځان پورې تړلى و دهلمند ولايت دمرکز لښکرکاه  ښار ددريمې  امنيتي حوزې دامريت له دروازې  څخه له تيريدو وروسته ځان وچاوه .
  دهلمند دوالي وياند عمر ځواک دباختراژانس  خبريال ته وويل چې په دې  ځانمرګي بريد کې څلور تنه پوليسان ټپيان شوي دي .
تراوسه پورې معلومه نه ده  چې دغه يرغلګر  څه ډول  په  دې بريالى شوى دى چې دغې امنيتي قرارګاه ته  ننوځي .
عيني شاهدان وايي چې يرغلګر مخکې له دې چې  ځان ګڼ شمير  پوځيانو ته ورسوي دامنيتي ځواکونو له خوا وپيژندل شو او دې ته اړ شو چې ځان ددغې امنيتي حوزې  په انګړ کې وچوي .
طالبانو  ددغه بريد مسووليت په غاړه اخستى دى .
  دهلمند پوليس وايي چې ددغه ځانمرګي بريد  دعاملينو دپيژندنې او نيولو لپاره  پلټڼې پيل شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته