امنیت

د کوز يفتل مواصلاتي لاره پرانستل شوه

کابل باختر د تلې دمياشتې  ١٠  نيټه  :
د وسله والو طالبانو يو قوماندان تېره شپه په بدخشان ولايت کې ووژل شو او دوه تنه نور وسله وال طالبان ټپيان شول.
د بدخشان ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالخالق آقساى د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغه قوماندان د دغه ولايت د کوزيفتل په ولسوالۍکې د پوځيانو په ګډو عملياتوکې ووژل شو .
ده څرګنده کړه: په دغو عملياتوکې دوه تنه نور وسله وال طالبان ټپيان شول او د کوزيفتل په  ولسوالۍ کې دولس کلي د وسله والو طالبانو له شتون څخه په بشپړه توګه پاک شوي دي او له ياوان او راغستان ولسواليو سره د کوزيفتل ولسوالۍ لويه لاره د ترافيکو پرمخ  پرانستل  شوه.
آقساى زياته کړه: د دغو عملياتو په بهيرکې د کوز او بر يفتل په پوله کې د مغزار مير او د شهيدانو د اديرې په سيمه کې د دښمن يوه قرارګاه له منځه وړل شوې او د دښمن يوه اندازه مهمات هم ترلاسه شوي دي.
پاى ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته