سیاست

دبخښنې نړيوال سازمان : طالبان بايد دخلکوله کورونو څخه دسنګر په توګه استفاده ونه کړي.

کابل باختردتلې د مياشتې  ١٨  :
دبخښنې نړيوال سازمان دوسله والو طالبانوله ډلې څخه وغوښتل چې په کندز ښارکې دې دخلکو له کورونو څخه دانساني ډال په توګه استفاده ونه کړي.
دا په  داسې حال کې ده چې   طالبان  دکندزښار دځينو سيمو په نيولو سره اوس   داستوګنې له کورونو څخه د دفاعي ډال په توګه استفاده کوي.
په کندز ښارکې ناوړه حالت يو لړغبرګونونه په ځان پسې لري اوپه نوي انکشاف کې دبخښنې نړيوال سازمان له طالبانو څخه غوښتي دي چې داستوګنې له کورونو څخه دې دډال په توګه استفاده ونه کړي.
دغه سازمان ټينګارکوي چې بايد ملکي وګړو ته زيان  ونه رسيږي اوپه همدې حال کې  په روغتيايي  خدمتونو ، دڅـښاک په اوبو ، بريښنا اوپه  خوړو دهغوى  برلاسى يقني کړاى شي .                                                                                            دبخښنې په نړيوال سازمان کې دافغانستان دبرخې مسئوولې حوريې مصدق
خبر دارى ورکړ  چې داوسني ناوړه حالت په شتون کې  په کندز کې ديوه انساني
بحران درامنځته کيدو په حال کې دى .
دکندز دوالي وياند محمودانش هم په طالبانو تور ولګاوه چې داستوګنې له کورونو او له ملکي وګړو څخه دانساني ډال په توګه استفاده کوي.
په کندز ولايت کې حالت په داسې حال کې کړکيچن کيږي او طالبان په پراخو تحرکاتو لاس پورې کوي  چې دهغوى دتمويلولو اوسمبالولو څرنګوالى زياتې پوښتنې پيداکړي دي. ځينې کسان داپوښتنه طرحه کوي په داسې حال کې چې کندز له پاکستان سره  يو سرحدي ولايت نه دى ،. طالبان څه ډول وسله وال اوسمباليږي او څه ډول   جنګي امکانات ترلاسه کوي.
ځيني سياسي کارپوهان په دې باور دي چې روسيه په افغانستان کې دداعش په ګواښ په پوهيدو سره دطالبانو دتمويلولو او دداعش په وړاندې دهغوى دپراختيا په فکر کې دي  . په همدې موخه  يې په ايران او پاکستان کې ديولړ کړيو په مرسته په طالبانو  برلاسى پيدا کړى دى ښايي دهېواد په شمال کې دطالبانو سمبالول په همدې محور وي په داسې حال کې چې  هم دافغانستان دولت او دروسيې دولت  دطالبانو په تمويلولو کې ددغه هېواد رول يوبې بنسټه خبر بللى دى .
يوشمير سياسي کارپوهان بيا هم پاکستان دکندز په قضيو کې  ښکيل بولي او وايي چې دپاکستان استخبارات  دچترال ، بدخشان ، دنورستان دچترال او دتخار له لارې نه يوازې طالبانو ته وسله  او جنګي امکانات برابروي بلکې  دريزرفو افرادو او پوځي ماهرانو په استولو سره  دپوځي پروګرامونو په  جوړولو کې له هغوى سره مرسته کوي.
دکورنيو چارو وزارت يوه پخواني مقام هم په کندز کې دطالبانو اکمالات له همدې تګلوري څخه بولي .
سره له دې هم افغان سياسي کارپوهان ټينګار کوي چې بايد دافغانستان په شمال کې دطالبانو دتمويلولو څرنګوالى په جدي توګه وڅيړل شي ځکه طالبانو اوس  له يوه سياسي  يامذهبي جريان څخه زيات ديوه امنيتي شرکت بڼه غوره کړې ده  هر هېواد او سازمان چې پوځي ځواک ته اړتيا ولري طالبان دهغوى لپاره  ډيره ښه سرچينه ده. دطالبانو  مشران او ددغې ډلې يو زيات شمير قوماندانان دهمدې چلند په پيروۍ دپانګې  خاوندان شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته