سیاستخبرونهاقتصادTOP

جمهوررئیس غني او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ټلیفوني خبرې وکړې

کابل/ د غويي ۲۴مه/ باختر
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن د ټلیفوني تماس له لارې نن له جمهوررئیس محمد اشرف غني سره خبرې وکړې.
په دې ټلیفوني مکالمه کې، انتوني بلېنکن د کوچني اختر د مبارکۍ ترڅنګ د سید الشهدا لېسې د تروریستي پېښې له امله غمشریکي وکړه.

همداراز نوموړي وویل: د امریکا متحد ایالتونه د تېر په څېر د افغانستان د حکومت او خلکو ترڅنګ دی او په نظامي، انکشافي، اقتصادي او د بشري مرستو په ټولو برخو کې به زموږ همکاري دوام ولري. انتوني بلېنکن وویل، د امریکا متحد ایالتونه له افغانستان سره پیاوړو او دوامدارو اړیکو ته ژمن دي. جمهوررئیس غني وویل، له افغانستان څخه د بین المللي ځواکونو وتلو د افغانستان او امریکا او نورو بین المللي شریکانو په اړیکو کې یو نوی فصل پرانیست او دغه فصل به د دوامدارواو معنی لرونکو همکاریو فصل وي. جمهورريیس له افغانستان سره د امریکا متحدو ایالتونو د مرستو مننه وکړه او زیاته یې کړه، د مناسباتو په نوي فصل کې به له بین المللي همکارانو سره یو ځای د افغانستان دولت ټول تمرکز د دې نوي فصل پر مدیریت وي.
د دې ټلیفوني مکالمې په پای کې، دواړو لوریو د سولې پروسې، د امریکا د ډيپلوماسۍ رول او په سولې پروسه کې د سیمه ییزې اجماع په اړه خبرې وکړې

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته