ټولنه

په ۲۰۹ شاهین قول‎اردو کې د تروریستي پېښې د شهیدانو روح ته د دعا او فاتحې مراسم د ارګ په جامع جومات کې ترسره شول

کابل_باختر د غويي د مياشتې٣ مه
په ۲۰۹ شاهین قول‎اردو کې د تروریستي پېښې د شهیدانو روح ته د دعا او فاتحې مراسم نن غرمه د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس محمد اشرف غني په ګډون، د ارګ په جامع جومات کې تر سره شول.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې مراسموکې د هېواد لومړۍ مېرمن، د جمهوررئیس دوهم مرستیال قانونپوه محمد سرور دانش، مخکېني ولسمشر حامد کرزي، د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر، د اجرائیه ریاست دوهم مرستیال محمد محقق، د ولسي جرګې رئیس عبدالرووف ابراهیمي، اداري پلاوي، د ملي شورا ځینو استازو، د کابینې  ځینو غړو او د وزارتونو ځینو معینانو، د چارو ادارې عمومي رئیس عبدالسلام رحیمي، د هېواد د عالمانو سراسري شورا رئیس مولوي قیام الدین کشاف، د عالمانو شورا یو شمېر غړو، د جمهوري ریاست سلاکارانو، د ملي دفاع وزارت د لوی درستیز مرستیال ستر جنرال مراد علي مراد، د بشري حقونو خپلواک کمېسیون رئیسې سیما سمر، د مخکېني ولسمشر مرستیال محمد یونس قانوني، د ملي دفاع مخکېني وزیر عبدالرحیم وردګ او د هېواد د وسله والو ځواکونو زیات شمېر منسوبینو، ګډون درلود.
په دې مراسمو کې، د هېواد قاریانو د قرآن کریم ختم وکړ او د ۲۰۹ شاهین قول‎اردو د شهیدانو روح ته یې دعا وکړه او هغوی ته یې د لوی خدای (ج) په دربارکې د فردوس جنت هیله وکړه.
د مراسمو په پای کې د افغانستان د عالمانو سراسري شورا رئیس مولوي قیام الدین کشاف خبرې وکړې، ويې ویل: له بده مرغه موږ له داسې بې رحمه او غدار دښمن سره مخامخ یوو چې اسلامي او بشري ارزښتونو ته پام نه کوي.
مولوي کشاف زیاته کړه، تروریستان په مدرسو او ښوونځیو کې چاودنې کوي او کوچنیان وژني، په بازارونو کې چاودنې کوي او خلک قتلوي، زموږ مسلمان ملت په کومه ګناه وژل کېږي.
هغه د لوی خدای (ج)په دربار کې دعا وکړه چې د افغانستان مسلمان ملت نور له دې درد او کړاو څخه وژغوري او په افغانستان کې همېشنۍ سوله او ثبات ټینګ شي.
د یادونې وړ ده چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت دجمهوررئیس د حکم پر بنسټ نن په هېواد کې ملي ماتم اعلام او د افغانستان بیرغ به په ټول هېواد او سیاسي نمایندګیو کې، نیمه ځوړند وي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته