فرهنګ

فاضل سانچارکي دهېواد په فرهنګي وده کې درسنيو رول يومهم او اغيزمن کار وباله .

کابل باختر د غبرګولي اتمه :
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دخپرونو چارو معين فاضل سانچارکي  په مشرۍ دفرهنګ او هنر دودې دواحد داجرايي  کميټې درسنيو دکاري  ګروپ غونډه نن  جوړه شوه . 
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې ، په دې غونډه کې درسنيو دکاري ګروپ دموخو او کړنواو په فرهنګي وده او فرهنګ جوړولو کې د رسنيو درول په باب خبرې وشوې .
په دې غونډه کې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دخپرونو دچارو معين څرګنده کړه چې په تيرو اتلسو کلونو کې لکه څنګه چې لازمه وه دفرهنګ او هنر ودې ته دومره پاملرنه نه ده شوې اودې ته اړتيا ده چې په دې برخه کې  زياته پاملرنه وشي .
ده زياته کړه چې دفرهنګ او هنر دودې دواحد داجرايي  کميټې په چوکات کې درسنيو کاري ګروپ بايد زياته هڅه او هاند وکړي چې داسې  زمينه برابره شي  چې رسنۍ وکولاى شي  په فرهنګي وده او فرهنګ جوړولو کې ونډه واخلي
دغه راز داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت  دخپرونو دچارو معين  دهېواد په فرهنګي  وده کې درسنيو رول يو مهم او اغيزمن کار وباله .
دغه راز په دې غونډه کې برخه والو درسنيو دکاري ګروپ  دموخو او چلندونو په اړوند خپلې نظريې ،  پيشنهادونه او طرحې وړاندې کړې او په پايله کې يې يوه پنځه کسيز  ټيم وټاکل شو چې ددغه ګروپ  دموخو، چلندونواودکاري پروګرام  په اړوند يوه طرحه برابره او په راتلونکي  غونډه کې دې وړاندې کړي .
  ختم- عطاالله _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته