امنیت

دوه تنه ماين ښخوونکي ماشومان ووژل شول

کابل باختردثوردمياشتې ١٩ :
دوه تنه ماشومان  چې د وسله والو  طالبانوله خوا ماين ښخولو ته اړ شوي وو،
ددوي د يو ماين د  چاودنې له امله پرون  ووژل شول .
دغه پيښه  په نهرسراج ولسوالۍ کې  هغه وخت رامنځته شوه چې  دغه ماشومان
په يو ګڼ ميشت  واټ کې  دماينونو په ښخولو بوخت وو.
دهلمند ولايت دامنيې قوماندانۍ ويندوى  عبدالاحد چوپان دباخترآژانس خبريال
ته وويل   چې په دې  چاودنه کې  دوه تنه ماين ښخوونکي ماشومان  اويو  وسله وال
طالب چې ددغو ماشومانو لارښوونکى و ،  وژل شوي دي .
ده وويل :  چې طالبانو  دغه  ماشومان   چې  لس کلن  او  يولس کلن  وو ماين
ښخولو ته اړ کړي وو.
وسله وال طالبان په دې وروستيو وختو کې دځانمرګو بريدونو ،  ماين    او بم ايښودلو لپاره  له ماشومانو څخه استفاده کوي.
په يوه پيښه کې  امنيتي ځواکونو  يوه  نجلۍ  چې د ورور له خوا يې په قندهار کې
ځانمرګې بريد ته  ګومارل شوې وه ،   ونيول شوه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته