نړۍ

آيا مسکو به دافغانستان لپاره ګټور شريک وي.

واشنګتن – کريسشن ساينس- باختر د مرغومي دمياشتې ١٤
دامريکا دکريسشن ساينس مانيتور ورځپاڼې په خپله وروستۍ ګڼه کې دافغانستان په باب يو مطلب خپور کړى دى .
دمطلب په پيل کې ليکل شوي دي چې روسيه ويره لري چې ښايي تروريستان له سوريې څخه افغانستان ته روان شي او مسکو دهغوى دمخنيوي لپاره اقدام کوي.
دورځپانې په باور روسيې ويلي دي چې دامريکا په شان په افغانستان کې زيات هدفونه لري خو انګيزه يې توپير لري.
دورځپاڼې ددغه مطلب په يوه برخه ويل شوي دي چې دافغانستان جګړه به په روانه ميلادي مياشت کې دونالد ترامپ ته په ميراث پاتې شي.
دافغانستان جګړه دامريکا ډير اوږده جګړه شميرل کيږي چې ١٥ کاله ورڅخه تيريږي.
ورځپاڼې ليکلي دي له طالبانو سره دسولې خبرې اترې چې دپاکستان په کوربه توب پيل شوې وې.بې نتجې پاتې دي.
د او دکريسشن ساينس مانيتور ورځپاڼې دتيرې اوونۍ غونډې ته چې د روسيې په کوربه توب جوړه شوې وه او دچين او پاکستان استازو هم پکې ګډون کړى وو اشاره کړې ده.
څيړونکو ورځپاڼې ته ويلي دي له دغو غونډو څخه معلوميږي چې روسيه په خپلو پولو کې دنا امنيو او تندلارو دفعاليتونو د زياتوالي له امله انديښنه لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته