امنیت

دکابل ښار د قابل باى په سيمه کې دچاودنې له امله يو تن شهيد او څوارلس تنه نور ټپيان شول .

کابل باختر د کب يوولسمه :
دهغې چاودنې له امله  چې نن سهار  دکابل ښار په نهمې ناحيې پورې اړوند  د قابل باى په سيمه کې  وشوه  ، يوتن شهيد او څوارلس تنه نور ټپيان شول .
  دکورنيو چارو وزارت  وياند نجيب دانش باختراژانس ته وويل  چې دغه پيښه  نن سهار دنهو بجو په شاوخوا کې  دکابل ښار په نهمې ناحيې پورې اړوند دقابل باى په سيمه کې رامنځته شوه چې له امله يې  زموږ يو تن هېوادوال شهيد او څوارلس تنه نور ټپيان شول .
  ده زياته کړه  چې دغه بريد ديو سوزوکي بار وړونکي موټر په واسطه  چې چاوديدونکي توکي  پکې  ځاى پرځاى شوي و .  ترسره شو او هدف يې  دبهرنيو ځواکونو کاروان و .
  دانش څرګنده کړه چې  ددغې چاودنې له امله  په ساحه کې  داستوګنې يو کور او يوشمير  هټيو ته  هم تاوانونه اوښتي دي .
دکورنيو چارو وزارت وياند وويل  چې ددغې پيښې  شهيد او ټپيان ملکي وګړي دي .
  ختم_ ف _ اکرم                                                

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته