سیاست

اجرائيه رئيس: د طالبانو له لوري د خاورې د نیولو توجیه، د ۱۳ کلن غیر مشروع حکومت ښودنه کوي

کابل باختردتلې د مياشتې  ٧  :
اطلاعاتو ته د لاسرسي ورځ نن د افغانستان د اسلامي جمهوریت د اجرائيه رئيس په ګډون په کابل کې ونمانځل شوه. په دغو مراسمو کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي، په هېواد کې د اروپايي اتحادیې سفیر او ځانګړي استازي، کورنیو او بهرنیو چارواکیو، خبریالانو او د رسنیو مسوولینو برخه اخیستې وه.
داجرايه رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ.
په پيل کې د افغانستان د روڼتیا د څار بنسټ مشر سید اکرام افضلي وویل، دا لومړی ځل دی چې په افغانستان کې اطلاعاتو ته د لاسرسي ورځ نمانځل کېږي.
ده وویل: په افغانستان کې روانه لسیزه له تېرې هغې ډېره لړځنده ده، چې په کې د نا امنۍ، وزګارتيا او فساد له امله افغانان په فغان دي.
افضلي زیاته کړه، چې په حکومتي ادارو کې لا هم فساد په لوړه کچه دی او ویې ویل، چې د رڼې حکومتولۍ رامنځته کېدل، له فساد سره مبارزه او ځواب ورکونه د دوی له اساسي غوښتنو څخه دي چې حکومت باید ورته پام وکړي.
د هغه په وینا، حکومت باید اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې عملي او جدي ګامونه واخلي او په دې برخه کې سره له دې چې په وزیرانو شورا کې په صراحت سره ادارو ته د همکارۍ هدایت ورکړل شوی؛ خو لا هم یوشمېر دولتي ادارو لازمه مرسته نه ده کړې.
د افغانستان د روڼتیا د څار بنسټ مشر وویل، سره له دې چې اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون دوه کاله وړاندې توشیح شوی؛ خو لاهم د بودجې د نه شتون او د اړونده ادارو د نه همکارۍ له امله نه دی پلی شوی.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ښاغلي تادامیشی یاماموتو وویل، چې افغانستان لا هم اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې له ستونزو سره مخامخ دی.
د هغه په وینا، دولتي ادارې باید مرسته او زمینه سازي وکړي، چې خلک اطلاعاتو ته لاسرسی پيدا کړي، ځکه اطلاعاتو ته لاسرسی د افغانستان له پرمختګ سره مرسته کوي.
ښاغلي یاماموتو وویل: دا دخلکو اساسي حق دی چې اطلاعاتو ته لاسرسی ولري. په دې برخه کې ستونزې شته خو اړتیا ده چې چارواکي او سیمه ییزې ادارې له خبریالانو او رسنیو سره مرسته وکړي؛ خو اطلاعات خلکو ته ورسېږي.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله ډاډ ورکړ، چې په راتلونکي بودجوي کال کې به اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون د بودجې ستونزه حل کړي او په دې برخه کې به د ملي یووالي حکومت بشپړ ملاتړ وکړي.
اجرائیه رئيس وویل، چې له پخوا راهیسې د ډېرو افغانانو په قربانیو او سرښندنو سره نن زمینه دې ته برابره شوې، چې اطلاعاتو ته د لاسرسي ورځ ونمانځل شي.
ډاکټر عبدالله وویل: په سنګر کې د افغان ځوانانو له لوري دفاع یوازې د خاورې له یوې برخې دفاع نه ده بلکې د ټولو افغانانو له اسلامي او انساني حقونو څخه ده.
اجرائيه رئیس په خپلو خبرو کې د ځينو سیاستوالو هغو څرګندونو ته هم غبرګون وښوده، چې په وینا یې طالبان افغانان دي او حق لري، چې د افغانستان یوه برخه ونیسي.
اجرائيه رئيس وویل، دغه ډول څرګندونې ځینو کسانو جدي نه دي نیولي او وايي، د تېر په څېر دا هم یوازې څرګندونې دي؛ خو که جدي ونیول شي په افغانستان کې د ۱۳ کلن غیر مشروع حکومت ښودنه کوي.
ده زیاته کړه: (( دا یوه ستره فتوا ده. هغه قیمت چې په جګړه کې ادا کېږي ډېر زیات دی، خو له یاده باید ونه باسو چې سیاست او حکومت کول له شخصي عقدو او شخصي سلیقو باید لرې وي. د دې لپاره چې ځان ته بېرته لاره هواره شي، دا څرګندونې نورې ستونزې زېږوي. ))
اجرائيه رئيس وویل، هغه کسان چې سوله غواړي ورته درنښت لري: (( د هغه مور ځواب به څوک ورکړي چې زامن یې اوس په سنګر کې له هېواد نه دفاع کوي او خپله سینه یې سپر ګرځولې. د شخصي عقدو او نامسووله څرګندونو پر وړاندې چې څوک غږ پورته نه کړي دا ناتاردى. اوس یې وخت هم تېر دی او وايي هر څه مې چې وکړل اوس دا هم ووایه چې په پای کې په دار ونه ځړول شم. ))
ده په هېواد کې اطلاعاتو ته د لاسرسي د ورځې له امله ټولو ته مبارکي وویله او ویې ویل، دوی لېواله دي چې له خلکو یې واوري او له خلکو یې زده کړي.
اجرائيه رئيس یو ځل بیا ډاډ ورکړ، چې د اطلاعاتو ته لاسرسي په قانون کې شته خلاوو د رفع کولو، له فساد سره په مبارزه او بودجې د ستونزې په حل کې به کوټلي ګامونه اخلي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته