سیاست

الن ژوپى : فرانسه له افغانستان سره داوږدمهالې همکاري دسندلاسليک کولوته چمتو ده

دفرانسې دبهرنيو چارو وزير الن ژوپى دافغانستان داسلامي جمهوريت له جمهور رييس  حامدکرزي سره په  کتنه کې  له  هغه څخه وغوښتل چې  دفرانسې  او افغانستان ترمنځ داوږدمهالو  همکاريو دسنددلاسليک کولو په مقصد د ٢٠١٢ ميلادي کال د جنوري دمياشتې په وروستيو کې فرانسې ته سفروکړي.

دباختراطلاعاتي اژانس ته د جمهوري رياست دويندوى ددفتردمعلوماتوله مخې

په دې کتنه کې  چي پرون له غرمې وروسته  دبن دنړيوال کنفرانس په بهير وشوه دافغانستان داسلامي جمهوررييس حامدکرزي وويل ،  چې اړونده اداري دافغانستان اوفرانسې ترمنځ داوږدمهالو همکاريو دسند په محتوا باندې کار کوي  او هيله لرو چې دغه سند ډير ژر چمتو شي .

دغه راز په دې کتنه کې دواړو لورو  له افغانستان سره په بيلابيلو برخو کې دفرانسې دهمکاريو په باب خبرې اترې وکړي .

ديادونې وړ ده  چې  دافغانستان اوفرانسې ترمنځ داوږد مهالو همکاريو دسند لاسليک کول  دفرانسې د جمهوررييس نيکولاي سارکوزي له خوا دجولاى په مياشت کې افغانستان ته  دهغه دوروستۍ سفر په بهيرکې دافغانستان داسلامي جمهوريت  جمهوررييس حامدکرزي ته  پيشنهاد شوي و.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته