ټولنه

دمعلو لينو دستونزو دڅيړنې په خا طر ديارلس تفاهم ليکونه لاسليک شول .

کابلباختردجوزا١٥
دکار دشهيدانو ، معلولينو کار اوټولنيزو چارو وزارت نن له ديارلسو ملي اونړيوالو مو سسو سره د همکارۍ تفاهم ليکونه لاسليک کړل.
دغه تفاهم ليکونه چې نن ددغه وزارت دمعينې پوهنملې ثريا پيکان له خوا ددغو موسسو له مسولينو سره لاسليک شول د هغو له مخې دغه موسسي دراتلوونکو دوو کلونو په بهير کې دستونزو دڅيړنې ظرفيت جوړولو، د فني او حرفوي زده کړو ،دروغتيايي ،ټولنيزو ،تعليمي اوروزنيزو خدمتونو د وړاندې کولو په برخو کې معلوليت لرونکو اشخاصو ته خدمتو نه وړاندې کوي .
دباختراژانس دخبر له مخې، پوهنملې ثريا پيکان دتفاهم ليکونو له لاسليک کولووروسته وويل، دغه وزارت دامکان ترپولې پورې د ملي اونړيوالو موسسو په همکارۍ معلولو کسانو اود شهيدانو وارثانو ته د خدمتونو د وړاندې کولو په لاره کې اغيزمن ګامونه اخيستي دي او ددغوتفاهم ليکونو لاسليک هم له هغواقداماتو څخه دى چې په خپلو پښو ددريدو په لاره اوهغوى ته دژوندانه دښو شرايطو د برابرولو لپاره دشهيدانو معلولينو کار اوټولنيزو دچارو وزارت يې ترسره کوي .
دې په دغو مراسمو کې د هندوستان په مرسته ديو ښوونځي د جوړولو يادونه هم وکړه او وي ويل په دې ښوونځي کې دمعلوليت ،سترګو،غوږونو ،ذهني ،رواني او فزيکي برخو کې ددرسي نصاب د جوړولو په لټه کې يو اودپو هنې او دلوړو زده کړو اود عا مې رو غتيا له وزارتو نو سره په تفاهم کې غواړو چې په شرايطو برا بر کسان په دغه ښوونځي کې وروزو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته