سیاست

د جمهور رييس حکم

کابل باختر د ليندي شپاړسمه
دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس دانيسې په نامه په کاپيسا ولايت کې ديوې  ځوانې نجلۍ دوژل کيدو دعلتونو او عواملو دڅيړنې لپاره  دهيئت دموظف کولو په باب يو حکم صادر کړى دى .
دچارو دادارې او دوزيرانو شورا ددارالانشا لوى رياست باختر اژانس ته خبرورکړ:
  جمهور رييس په کاپيسا ولايت کې ديوې ځوانې نجلۍ انيسې د امير محمد دلور دوژل کيدو دعلتونو او عواملو دجرړو د موندلو په مقصد په دې ترکيب يو واکمن دولتي هيئت موظف کړ .
په قومي چاروکې دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس سلاکار عبدالهادي صافي درييس په توګه .
دسيمه ئيزو ارګانونو دخپلواکې ادارې واکمن استازي خواجه ابومسلم صديقي دغړى په توګه .
دکورنيو چارووزارت واکمن استازي سمونيار شفيق الله دغړى په توګه.
دملي امنيت دلوى رياست واکمن استازي ډګروال معروف دغړى په توګه.
دلوى څارنوالي دادارې واکمن استازي حبيب الرحمن دغړى په توګه.
دحکم له لارښوونې سره سم هيئت دنده لري چې دکاپيسا ولايت ته لاړ شي او ددغه ولايت له مقام ، او ولايتي شورا سره په همغږي کې او په دغه ولايت کې دمسوولو دولتي مرکزونو په جدي همکارۍ سره قضيه په هراړخيزه توګه وڅيړي، علتونه او عوامل يې تشخيص او دڅلورو ورځو په بهير کې دى دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهوري رياست ته رپوټ وړاندي کړي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته