ايبک باخترلړم د مياشتې ٢٨ نيټه :
په سمنګانو ولايت کې د کليو د بيا جوړولو او پراختيا د رياست له خوا د درې ديرشو ميليونو افغانيو په لګښت يو استنادي ديوال په دغه ولايت کې جوړ شو.
د سمنګانو ولايت د کليو د بيا جوړولو او پراختيا رئيس انجنير عبدالرب حکيمي باختر آژانس ته وويل چې دغه ديوال د ٥٨٠ مترو په اوږدوالي د څلورو مترو په لوړوالي او سور سره د قزاقستان په مرسته د سمنګانو ولايت دمرکز ايبکو ښار د سيند په غاړه کې په يو کال کې دکليو د بيا جوړولو او پراختيا وزارت د ساحوي سمون د پروګرام له لارې جوړ شوى دى.
حکيمي زياته کړه: د دغه استنادي ديوال په جوړولو سره د دوه زره کورنيو د استوګنې کورونه، بڼونه او کرنيزې ځمکې د موسمي سيلاوونو له ګواښ څخه خوندي شوي دي.
پاى ج ذ
0 1 دقیقه لوستل