سیاست

دميرمسجدي خان دولتي مډال دآلمان دفدرالي جمهوريت سفير ته ورکړ شو.

کابل باختردزمري دمياشتې ٢١
دبهرنيو چارو  وزير  ډاکتر زلمي رسول نن يو لړ مراسمو په ترڅ کې د ميرمسجدي
خان عالي دولتي مډال په کابل کې دآلمان د فدرالي جمهوريت سفير ريو ديګر
کيوسنګ ته ورکړ.
د بهرنيو چارو  وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ :
دغه مډال د حامد کرزي د فرمان له مخې دکيونيګ دغوره خدمتونو په درناوې چې دآلمان د بن په ښارکې دبين الافغاني جرګې په جوړولو او دغه راز په افغانستان کې دآلمان دسفير په توګه دخپل ماموريت په دوره کې ترسره کړى و، ورکړ شو.
دجمهور رييس دفرمان دمتن په يوه برخه کې ويل شوي دي ريوديګرکيونيګ دخپل ماموريت په بهير کې دافغانستان داسلامي جمهوريت او دآلمان دفدرالي جمهوريت ترمنخ دښو، دوستانه او هر اړخيز اړيکو دټينګښت ، دهيواد اوسيمې دامنيت په تامنيولو ،د هيواد د بيارغاونې او په تيره  بيا د هيواد د شمال په ولايتونو کې د بيارغاونې  د ولايتي ټيم له لارې د ښوونځيو او  واټونو د جوړولو لپاره دمرستو د جلب او جذب او رسولو په برخو کې په  بشپړ اخلاص ، صداقت او نه ستړې کيدونکې توګه زړه سواندې هلې ځلې کړي دي او ښه وړتيايې ښودلې ده .
دبهرنيو چارو وزير هم دکيونيګ د اوسني خدمتونو له امله قدرداني وکړه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته