امنیت

يوه شپږ کلنه نجلۍ دخپل ورور له خوا ووژله شوه .

کابل باختر  دوږي  شپاړلسمه :
يوه اووه کلن هلک  خپله شپږ کلنه خور ووژله .
دجوزجان ولايت دمنګجک  په ولسوالۍ کې يوه اووه کلن هلک خپله شپږ کلنه خور په ډزو سره ووژله .
دجوزجان والي وياند رضا غفوري  دباختراژانس خبريال ته وويل: دغه اووه کلن هلک تيره شپه دجوزجان ولايت دمنګجک  ولسوالۍ دچارچنکو په کلي کې  خپل کور کې  خپله خور هغه وخت ووژله چې دواړه په يوه خونه کې  په چره يي توپک  سره په لوبې بوخت وو چې په ناڅاپي  ډول دماشې په فشار سره ډزه وشوه او شپږ کلنه نجلۍ ووژله شوه .
ويل کيږي  چې دغه پيښه ددغو ماشومانو دمور اوپلار دنه پاملرنې  زيږنده ده چې دپيښې په وخت  په کور کې نه وو .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته