ټولنه

ډاکټر محمد آصف صديقي د معترضينو غوښتنې واورېدې

کابل_باختر د غويي د مياشتې٢٧ مه
د مشرانو جرګې  دويم نايب ډاکټر محمد آصف صديقي نن د کابل ښار د اوومې او اتمې ناحيې د معترضينو غوښتنې چې د ملي شورا د دروازې پر وړاندې راټول شوې وو، واورېدې.
د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ:
په دي لاريون کې څو تنو د جنايي جرمونو د زياتوالي، پټو وژنو، وسله والو غلاو، د غير مسئولو وسله والو شتون او د اوومې ناحيې په واصل آباد سيمه کې د نشه يي توکو د پلور څخه يادونه وکړه او د پوليسو د اوومې امنيتي حوزې په آمر او اړوندمسوولینوپه بې پروايي او نه پاملرنې یې سختې نيوکې وکړې او زياته يې کړه چې له څه مودې راهيسې د لنډغرو له لوري د دوي د استوګنې په سيمه کې لس تنه شهيدان او يولس تنه نورټپيان شوي دي؛خو ددي حوزي مسولینو د مجرمينو او کوڅه ډبو افرادوپه نيولوکې هيڅ راز اقدام نه دی کړی.
همدا راز لاريون والو په اتمي حوزی کي هم د ډاډمن امنيت د نه شتون له امله ددي د مسئولينو په نه پاملرنې هم نيوکې وشوي اوزیاته يي کړه چې تېره اوونۍ د افغانستان د علومو اکاډمۍ مرستيال د اتمې حوزې په مربوطاتو کې په شهادت ورسيد چې عاملين يې تر دې دمه نه دي نيول شوي، لاريون والود مجرمينو د نيولو او د اوومې او اتمې امنيتي حوزو د آمرينو د سملاسي ګوښه کولو غوښتنه کوله او ګواښ يي وکړه که غوښتنو ته يې مثبت ځواب ونه ویل شي؛خپلو سوله ييزو لاريونونو ته به دوام ورکړي.
ورپسې ډاکټر محمد آصف صديقي په داسي حال کې چې د ولسي جرګې يو شمېر غړو هم حضور درلود؛وويل چي په دي اړه مو څه موده وړاندې د کورنيو چارو وزارت له ځينو مسئولينو سره خبرې کړي او په دي برخه کې مود عملي اقدام غوښتنه کړي،خودمګړۍ داستونزي لاشتون لري او د مشرانو جرګې دويم نايب په یوي بیلې ناستې کې یوځل بیا دخلکوياد شکايتونه دکابل د ١٠١آسمايي زون قوماندان او د يادې قوماندانۍ د جنايي څېړنو له رئيس سره شریکې کړي او ټينګار يي وکړچې د کابل ښار د اوومې او اتمې ناحيې د اوسېدونکو د ډاډمن امنیت د تامین په برخه کې دي جدي هڅې اوعملي اجراات وشي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته