ټولنه

دپدولې ددښتې او سيدونکو دپو ليسو او ښاروالۍ دمو ظفينو سره نښته و کړه

کابلباختر دچنګاښ ٢٠ مـــــــــــــه

دکابل ښار د اوومې نا حيې دپدولې ددښتې يو شمير اوسيدونکي نن دپو ليسو او کابل ښاروالۍ له موظفينو سره چې غو شتل د هغوې کورونه ويجاړ کړې نښته و کړه

 په رسيدلوخبرو نوکې ويل شوي دي چې په دې نښته کې يو شمير وژل شوي او يو شميرهم ټپيان شوي دي

دکابل ښاروالۍ د اوومې نا حيې رئيس محمد جان صادق باختراژانس ته وويل دپدو لې دسا حي يو شمير او سيدونکي چې دکابل ښاروالۍ په ملکيت کې په خپل سر د ودا نيو په جوړولو لاس پورې کړي دي نن کله چې د کا بل ښاروالۍ موظفينو کو ښښ و کړ چې په دغه سا حه کې تفصيلى پلان تطبيق کړي په تا وتريخوالۍ لاس پوري کړ

انجنير صادق تا ئيد کړه چې ددغو تاوتريخوالو په بهير کې د کابل ښاروالۍ يو اسکواتور په بشپړه تو ګه ويجاړ شوي دي . ده زياتې څرګند ونې و نه کړې

 دپو ليسو د اوومې حو زې يوخبرځاى تا ئيد کړه چې پو ليسو د کابل ښاروالۍ دموظفينو د مرستې په خا طر عمل وکړ چې په بهير کې يي پنځلس تنه پو ليسان ټپيان شول چې ديو تن حالت خراب دي اونور يو څه ټپيان شوي دي

دکابل دسا حوې زون د امنيه قو ما ندا نۍ ويندوى حشمت الله ستا نکزي دباخترا ژانس خبريال ته وويل: دپډولې دښته د کابل ښاروالۍ دپرمختيا يي پرو ګرام يوه برخه ده خويو شمير کسا نو قانون او مقررا تو په نه پا ملرني سره ددغې پرو ژي په يوه برخه کې په خپل سر دکورونو په جوړولوکې لاس پورې کړې دي کا بل ښاروالۍ ددغه شان ودا نيو د ويجاړولو پريکړه و کړه او له پوليسو څخه يي مر سته و غوشته خودسيمې خلکو په تا وتريخو الۍ لاس پورې کړ

ستا نکزي وويل پو ليس د تا وتريخو الۍ د مخنيوي په مقصد په موقت ډول له سيمې څخه په شا شوي دي او په دې بهير کې دپوليسو پنځه ياشپږ تنه منسو پين ټپيان شوي دي

 په داسي حال کې چې دپو ليسو او ښاروالۍ مسئو لين په پدوله کې تاوتريخو الۍ تا ئيد وي خوديو شميرمظاهره کوونکو دمرګ ژو بلي په باب بى خبرې څرګند وي

 په نه تا ئيد شويو خبرونو کې ويل شوي دي ديو تن سيمه ييز چاروا کي دسا تونکى او ښاروالۍ دډزو په بهير کې دپدولې په دښتې کې دوه يا درې تنه وژل شوي دي  او يو شمير نورټپيان شوي دي خود کا بل دپو ليسو ويندوى حشمت الله ستا نکزي وايي چې دى په پدوله کې ديو شميرمظاهره کوونکو مرګ ژو بله نه تا ئيد وي او نه رد وي خوټينګار کوي چې پو ليس دتاو تريخو الۍ په مقا بل کې رول نه درلود بلکي هغوى هلې ځلې کړي دي چې نظم تا مين کړي

 عينې شا هدا نو ويلي دي چې دښاروالۍ اودسيمې د اوسيدونکو ستو نزه نه ده حل شوي اود تا وتريخو الۍ دبيا را منځته کيدو امکان شته

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته