امنیت

په چاوديدونکو توکو بار موټر په ننګرهار ولايت کې کشف شو

کابل باختر د وري  دمياشتې  ٢٠ :
دملي اردو ځواکونو په ننګرهار ولايت کې  د چاڼيزو عملياتوپه بهيرکې  په  چاوديدونکو توکو بار موټر ترلاسه کړ.
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر وايي چې   دغه عمليات دننګرهار ولايت دغني  خيلو ولسوالۍ دپنځه ويشتمې ويالې  په ساحه کې ترسره شول چې په عملياتو کې شاملو ځواکونو  يوباروړونکي موټر چې چاوديدونکي توکي پکې بار و ترلاسه کړ.
دګازو دوه  بالونونه ، د بخار ١٢ ديګونه ،  او ٤ بوشکې چې له چاوديدونکو توکو څخه ډک وو په دغه موټر کې ځاى پرځاى شوي وو.
ښايي دغه موټر ديوه ځانمرګي بريد دترسره کولو لپاره چمتوشوى وي چې په دې باب تحقيقات دوام لري.
ديوبل خبرله مخې   دملي اردو ځواکونو نن  دپروان و لايت  دبګرام ولسوالۍ  او دچاريکارو ښارته څيرمه سيمو کې  دعملياتوپه ترسره کولو سره   لس ټنه  ؛چاوديدونکي توکي  ، درې  کلاشينکوفونه  ،يوه اندازه مهمات  او يو ډاتسون موټر  چې  له هغه څخه  په ډار اچوونکو فعاليتونو کې استفاده کيده ترلاسه کړل.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته