ورزش

کابل بازانو کرکټ لوبډلې بند امیر ته ماتې ورکړه

 کابل / د وږي ٢٢مه / باختر
سمیع‌ شینواري په یوې جالبې توپوهنې سره خپله لوبډله بریا ته ورسوله.
د شپږیزه کرکټ لیګ اووم پړاو ۱۲مه لوبه نن د کابل بازانو او بندامیر کرکټ لوبډلو ترمنځ ترسره شوه چې کابل بازانو لوبډلې د سمیع‌الله شینواري په جالبې توپوهنې سره په دوو ویکټو بند امیر لوبډلې ته ماتې ورکړه.
د یادې لوبې پچه د کابل بازانو لوبډلمشر رحمن‌الله ګربز د بندامیر د لوبډلې لوبډلمشر اصغر افغان څخه وګټله او لومړی یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه.
بند امیر لوبډلې د لوبې په ټاکلو شل آورونو کې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۴۶ منډې وکړې او کابل بازانو ته یې د ۱۴۷ منډو هدف وټاکه.
کله چې کابل بازانو لوبډله د هدف پوره کولو لپاره میدان ته ښکته شوه، نو د بندامیر له لوري ورکړل شوی هدف یې د لوبې په وروستي توپ د ۸ ویکټو په سوځولو سره پوره کړ او په دې سره یې بندامیر ته په ۲ ویکټو ماتې ورکړه.
پاى ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته