امنیت

اته تنه طالبان په غزني کې ووژل شول

کابل باختر دثوردمياشتې ٣٠ :
اته تنه وسله وال طالبان پرون په غزني ولايت کې له امنيتي ځواکونوسره په جګړه کې ووژل شول.
د٢٠٣ تندر قول اردو ددريمې لوا  ويندوى نظيف الله سلطاني دباخترآژانس خبريال ته وويل :  دغه جګړه  پرون سهار دغزني ولايت   داندړو ولسوالۍ په جوي يک  او جوي چهار کليو کې  ونښته او تر ماښام پورې يې دوام درلود چې  له امله يې اته تنه وسله وال طالبان ووژل شول ، پنځه تنه ټپيان او اته تنه نوريې  ونيول شول.
خبرځاى وويل :   دجګړې په پاى کې  دطالبانو شپږموټرسايکلونه  او يوه اندازه جنګي وسايل هم دامنيتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.
ويل کيږي  په دې جګړه  کې امنيتي ځواکونواوملکي وګړو ته دسرزيان  نه دى اوښتى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته