کابل باختر دوري يو ديرشمه :
په تخار ولايت کې دنجونو ديوه ښوونځي ٥٩ تنه نجونې په نامعلوم دلايلو مسمومې شوې .
دغه پيښه درستاق ولسوالۍ درستاق دنجونو په ليسه کې رامنځته شوه
دتخار ولايت دپوهنې رياست يومسوول باختراژانس ته وويل: په دې پيښه کې ٥٩ تنه زده کوونکي نجونې مسمومې شوې .
مسمومې شوې زده کوونکي دبې هوشې په حالت کې ددرملنې لپاره دتخار ولايت مرکزي روغتون ته ليږدول شوې دي .
تراوسه پورې ددغه مسموميت دلايل نه دى روښانه شوى .
دتخار پوليس وايي ددغو زد کوونکو نجونو دمسموميت دڅرنګوالي په برخه کې څيړنې پيل شوې دي.
0 د یوې دقیقې څخه لږ