اقتصاد

په ننګرهارکې د پانګې اچونې دکمښت د مخنيوي لپاره هلې ځلې

کابل باختر دليندي دوه ويشتمه :
په ننګرهار ولايت کې د سترې اوکوچني پانګې اچونې د ملاتړ پروګرام پيل شو.
په دې پروګرام کې د کوچني او سترې پانګې اچونې لپاره چې د پانګونې په بهير کې له ستونزو سره مخامخ کيږي؛ مالي مرسته کيږي .
دغه پروګرام د افغانستان د نويو مارکيټونو د پرمختيا د پروژې تر عنوان لاندې د پانګې اچونې د کمښت د مخنيوي  او دکورنيو د توليداتو د ودې لپاره له هلوځلو په مقصد د سوداګرۍ او صنايعو وزارت له خوا د نړيوال بانک په مرسته پيل شوى دى.
ننګرهار له هرات وروسته دويم ولايت دى چې دغه پروګرام تجربه کوي.
د سوداګرۍ او صنايعو وزارت معين متصل کومکي دننګرهار ولايت په مرکز جلال آباد ښارکې د افغانستان د نويو مارکيټونو د پرمختيا د پروژې د پروګرام دپيل په مراسموکې دباخترآژانس خبريال ته وويل چې په دې پروګرام کې د پانګې اچوونکو د اړتياوو په لرې کولوکې د هغوى دکار د ځنډيدو د مخنيوي لپاره له هغوى سره مالي ملاتړ کيږي .
  ويل کيږي، که چيرې دکومې فابريکې خاوندپه ننګرهارکې د مالونو د توليد په بهيرکې له مالي اويا تخنيکي ستونزې سره مخامخ کيږي؛ ددغه پروګرام له لارې تر يوسلو پنځوسو زرو ډالرو پورې مالي مرسته ورسره کيږي چې دپخوا په شان په ننګرهارکې دتوليد او پانګې اچونې کار ته دوام ورکړي .
ددغه پروګرام لپاره دوه ويشت مليونه ډالره بيل کړاى شوي دي.
دسوداګرۍ او صنايعو وزارت معين په دغو مراسموکې له پانګې اچونې سره دملاتړ د اعلامولو په ترڅ کې له پانګې اچوونکوڅخه وغوښتل چې خلک ته د مالونو په وړاندې کولوکې دې صداقت ، ايماندارى او انصاف په پام کې ونيسي.
په همدې حال کې د ننګرهاروالي عطاالله لودين ددغه ولايت له پانګې اچوونکو سره مالي ملاتړ دکورنيو توليداتو د ودې او په افغانستان کې دپانګې اچونې د زياتوالي په لاره کې يو ګټور ګام وباله .
دترلاسه شويو ارقامو له مخې: په اوس وخت کې څه ناڅه درې زره توليدي فابريکې په افغانستان کې فعاليت کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته