کابل/ د چنګاښ ۴ مه / باختر
د پکتیکا قومي مشران، مخورو، مدني فعالانو او ځوانانو د امنیتي او دفاعي ځواکونو پر ننګه د وسله والو طالبانو پر ضد پاڅون وکړ.
دغه کسان چې شمېر یې سلګونو ته رسېږي په داسې حال کې د طالبانو پر وړاندې پاڅون کوي چې له دې وړاندې هم په زیات شمېر ولایتونو کې د طالبانو پر ضد ولسي پاڅونونه شوي دي.
د باختر آژانس د سیمه ييز خبریال د خبر له مخې؛ دغه پاڅون کوونکي وايي چې د جمهوري نظام ملاتړ کوي او پر وسله والو طالبانو یې غږ وکړ چې له مسلمان وژنې او افغان وژنې لاس واخلي او خپل هېواد دې د پردیو استخباراتو په خوله نه ورانوي او سولې ته دې غاړه کېږدي.
وصال