نړۍ

پوتين: د اوکراين د بحران د حل لپاره لاره شته

کيف ايرنا   باختردلړم دمياشتې ٢٦ :
د روسيې  جمهور رييس ولاديمير پوتين اعلام وکړ چې بايد د اوکراين د بحران  د حل لپاره لاره موجوده وي .
باخترآژانس د بهرنيوخبرځايونوله خولې  خبر راکړ: په يوه مرکه کې  چې تېره شپه د روسيې د ټلويزيون له لارې خپره شوه؛ پوتين له روسيې سره د کريميا د الحاق دفاع وکړه .
پوتين د اوکراين په ختيځ کې د دښمنو لورو پرخلاف د خبرو پرځاى د زور دکارولو په دليل د اوکراين په حکومت له انتقاد وروسته چې د اوسني بحران محرک شوى دى؛ زياته کړه چې آيا کولاى شو له دغه حالت څخه دوتلو لپاره کومه لاره پيدا کړو؛ ځکه زه په دې متقاعد شوى يم چې بايد لاره پيدا شي .
ده وويل: زه له دې امله انديښنه لرم چې دغه تمايل په قومي پاکونې د لاس پورې کولوسبب شي.
موږ د نيو نازي په لور د يون له امله ويره لرو.داسې کسان شته چې د نازيانوله نښو نښانو څخه استفاده کوي. زموږ انديښنه همدا ده او دا به د اوکراين لپاره يو ناتار وي .
ده د خپلو خبرو په دوام وويل چې اوکراين روښانه راتلوونکې لري. که څه هم بايد داسې چوکاټ وټاکل شي چې په اوکراين کې  لږکي هم د دې احساس وکړي چې په خپل هېوادکې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته