نړۍ

په فرانسې کې امنيتي تدبيرونه زياتيږي

 پاريس بي بي سي   باختر دسلواغې دمياشتې  ١ :
دفرانسې  حکومت  اعلام کړى دى  چې په دغه هېواد کې  له  اسلامي بنسټپالو سره  دمقابلې لپاره به  نوي تروريستي ضد تدبيرونه  ترلاس لاندې ونيسي .
دفرانسې صدراعظم ( مانويل  والس) ويلي دي   چې په امنيتي او اطلاعاتي برخو کې  دوه  زره شپږ سوه اتيا تنه نوي مامورين  ګومارل کيږي  چې  داسلامي بنسټپالنې  په باب تحقيق وکړي .
ده له تروريزم سره دمقابلې په لاره کې  د فرانسې دامنيتي  تشکيلاتو دځواکمنتيا دښه والي لپاره  دڅه ناڅه پنځه سوه مليونو ډالرو  بودجې  داختصاص خبر ورکړ او ويي ويل  چې ښه تجهيزات به دامنيتي ځواکونو په واک کې ورکړ شي .
ده وويل :  داسلامي بنسټپالو په اړوند دمشکوکو  مشخصاتو ديو جامع مرکز  جوړول  په دې باب له نورو اقداماتو څخه وبلل  .
دفرانسې صدراعظم زياته کړه چې په دغه هېواد کې څه دپاسه يو زرو درې سوه تنه  له اسلامي  تندلارو ډلو سره   داړيکو په لرلو  تورن دي  اوبايد  ددوى فعاليتونه تر نظر لاندې ونيول شي .
له دې سره جوخت دفرانسې قضايي مامورينو اعلام کړى دى  چې  څلور تنه په پاريس کې  دډزو  اودپنځو تنو  د وژنې له عامل  ( امدي کوليبالي ) سره د مرستې په تور  نيول شوي دي  او محاکمه به شي .
امدي کوليبالي  دکواشي د ورونو له خوا دمرغومي په اتلسمه نيټه  دشارلي ابدو  دخپرونې  د کارکوونکو له  وژلو يوه  ورځ  وروسته  په پاريس ښارکې يوه ښځينه پوليسه  ووژله او  يوه ورځ وروسته هم ديهوديانو  دخوراکي توکو دوړاندې کولو په يو سوپر مارکيټ کې  ديرغمل نيونې په بهيرکې څلور تنه ووژل .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته