سیاست

د ډاډګيرنې پيغام

کابلباختر د زمري د مياشتې١٠
د جمهوررئیس محمداشرف غني د تسلیت او ډاډګېرنې پیغام
په ژورې خواشینۍ سره خبر شوم چې په ولسي جرګه کې د نورستان د خلکو استازې ډاکټرې پروین نورستانۍ په یوې ترافیکي پېښه کې خپل ژوند له لاسه ورکړ.
انا لله واناالیه راجعون
مېرمن نورستانۍ د ولسي جرګې د غړې په حیث خپل وطن او ملت ته خدمت وکړ. دا د افغانستان د ملي شوار یوه فعاله غړې، د ولسواکۍ صادقه ملاتړې او د نظام ريښتنۍ خدمتګاره وه. د دې مړینه د افغانستان لپاره لویه ضایعه ده.
د ارواښادې ډاکټرې پروین نورستانۍ د ناڅاپي مړینې په مناسبت د هغې کورنۍ، دوستانو، په ملي شورا کې د هغې همکارانو او د نورستان خلکو ته تسلیت وایم.
الله تعالی دې یې وبخښې او جنتونه دې یې نصیب شي. 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته