امنیت

په ننګرهارکې د اته ويشتو تنو داعشيانو وژل کيدل

کابل باخترد غويي دمياشتې ٣:
په ننګرهار ولايت کې د پوځيانو په دوو جلاجلا بريدونوکې اته ويشت تنه داعشيان ووژل شول.
په دغو پوځيانو تېره شپه او نن سهار د ننګرهار ولايت د هسکې مينې او اچين په ولسواليوکې بريدونه وشول.
د ننګرهار د والي وياندعطاالله خوږياڼي باختر آژانس ته وويل چې په دغو بريدونوکې دشپږو تنو پاکستانيانو په ګډون اته ويشت تنه داعشيان ووژل شول.
ده وويل: دغه داعشيان په ډار اچوونکوفعاليتونوبوخت ووچې پرې بريدونه وشول.
ويل کيږي: په دغو بريدونوکې پوځيانو او د سيمې اوسيدونکو ته زيان نه دى اوښتى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته