امنیت

په ننګرهار کې دانسان تښتوونکو له منګولو څخه ديوه ماشوم ژغورل .

کابل باختر دکب  يو ويشتمه :
په ننګرهار ولايت کې يو ماشوم دانسان تښتوونکو له منګولو څخه وژغورل شو
پوليس وايي چې ددغې انسان تښتونې په اړوند ددوه ښځو په ګډون شپږ تنه نيول شوي دي .
ماشوم  چې څلور کاله عمر لري په جلال اباد ښار کې دفاطمه الزهرا  روغتون ديوه ډاکتر لورده
  درارسيدلو خبرونو له مخې،  لومړى  دوو ښځو دغه نجلۍ  له روغتون څخه وتښتوله او وروسته يې  دسره رود په ولسوالۍ کې  خپلو څلورو تنو شريکانو ، نارينه وو ته وسپارله .
دننګرهارولايت دامنيې قوماندانۍ وياند حضرت حسين مشرقيوال باختراژانس ته وويل چې امنيتي مامورانو دغه نجلۍ  دسره رود ولسوالۍ دشيخ مصري په ساحه کې  دانسان تښتوونکو په يو پټنځي کې دځانګړو عملياتو په بهير کې وژغورله .
ده وويل چې ددغې پيښې په اړوند ددوو ښځو په ګډون شپږ تنه انسان تښتوونکي ونيول شول .
نيول شويو کسانو په لومړنيو تحقيقاتو کې په ننګرهار کې دانسان تښتونې په څو مواردو اعتراف کړى دى او ويلي يې دي چې دهر شخص له تښتونې وروسته يې له کورنۍ  څخه دزياتو  پيسو غوښتنه کوله .
  ډاکتر  فرهاد صافي  چې تښتول شوى نجلۍ دده کوچنۍ لور ده ددغې نجلۍ دژغورنې په خاطر له امنيتي مامورانو څخه مننه وکړه .
  ختم_ عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته