امنیت

په کابل کې دځانمرګې بريد له امله څلور تنه شهيدان شول.

کابل – باختر د غبرګولى دمياشتې ١٦
د کابل د پوليسو مقامات  دکابل په ميرويس ميدان کې نننۍ  پيښه  ځانمرګى
بريد بولى.
د کابل ولايت د  امنيې  قوماندانۍ د جنايي جرمونو د  تحقيقاتو   رييس  سيد آقا هاشمى دباختر آژانس خبريال ته وويل :  په ميرويس ميدان کې د نن غرمى چاودنه يوځانمرګى  بريد و.
ده د باختر آژانس خبريال  ته  وويل  :  بريد د يو سپين کرولا موټر په  واسطه وشو
او هدف يې  د ډاکتر عبدالله دانتخاباتي مبارزو د غړو دسپرلى کاروان  وو.
بريد ټيک هغه وخت وشو چې  د ډاکتر عبدالله عبدالله د لومړى مرستيال انجينير محمدخان دسپرلۍ وسايط له انتخاباتي مبارزو  وروسته د آريانا کابل  له سالون څخ وتلى وو.
دکابل دپوليسو دغه مقام د جزيياتو له ورکولو څخه ډ ډه وکړه او ويې نه ويل  چې په دې پيښه  کې څو تنو ته مرګ ژوبله اوښتى ده خو يو امنيتي خبرځاى چې د نوم له ښودلو څخه يې ډډه وکړه  وويل :   په دې پيښه کې  څلور تنه شهيدان شوي دي او شپږ تنه نورټپيان شوي دي .
په همدې حال کې دمرکز  دروغتونونو رييس ډاکترسيدکبيراميري وايي دميرويس ميدان له ساحې څخه دوه  مړي  او څلور تنه ټپيان روغتون ته ليږدول شوي دي چې په شهيدانو کې يو پوليس او يو مجهوالهويه  چې ښايي لاروى وي  شامل دي  او ټپيان ټول  ملکي وګړي  دي چې د دوو تنو ټپيانو روغتيايي حالت خراب بلل شوى دي.
په همدى حال کې دجمهوري رياست نوماند ډاکترعبدالله عبدالله ننى  تروريستي بريد دځان پرخلاف ناوړه قصد اعلام کړ چې ده ته زيان نه دى رسيدلى.
ده چې له دغې پيښې څوشيبې وروسته دخپلو پلويانو په غونډه کې خبرې کولې څرګنده کړه چې له  تروريستي ګواښونو څخه ويره  نه لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته