امنیت

شل تنه ډاراچوونکي په غزني کې ووژل شول

غزني باختر دلړم دمياشتې ١٢ نيټه  :
شل تنه ډاراچوونکي دغزني ولايت په اندړو اوده يک ولسواليو کې  ووژل شول.
په غزني کې دملي اردو وياند حنيف رضايي باخترآژانس ته وويل چې دغه ډاراچوونکي دافغان ځواکونوپه هوايي اوځمکنيو بريدونوکې داندړو ولسوالۍ دملنګي اومرادي په کليو  اود ده يک ولسوالۍ په مربوطاتو کې ووژل شول.
رضايي زياته کړه په دغو بريدونو کې لس تنه نور ډاراچوونکي ټپيان شوي دي.
دغه عمليات له دوو ورځو را په دې خوا پيل شوي او تراوسه پورې دوام لري  چې په بهيرکې يې ددښمن څونقليه واسطې،وسلې اومهمات هم له منځه وړل شوي دي.
رضايي وويل په دغو عملياتو کې دوه تنه افغان پوځيان هم شهيدان شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته