امنیت

طالبانو په وردوج کې ماتې وخوړه

کابل/ دسلواغې لومړۍ/ باختر
د بدخشان په وردوج ولسوالۍ کې د پوځيانو پر پوستو د وسله والو طالبانو د نن سهار ډله ييز بريد له ماتې سره مخ شو.
د بدخشان د امنيې قوماندانۍ وياند ثناالله روحاني د باختر آژانس خبريال ته وويل چې وسله والو طالبانو له څو استقامتونو څخه د دغه ولايت د وردوج ولوسالۍ د پل سنګاني په مربوطاتوکې د پوځيانو پر پوستو بريدونه وکړل چې له سختې ماتې سره مخ شول.
هغه وويل چې په نښتو کې درې وسله وال طالبان ووژل شول او لسګونه نوريې ټپيان شول او د دښمن څو جنګي وسايل هم د پوځيانو لاس ته ورغلل.
ختم- عطاالله -اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته