سیاست

د زابل والي بسم الله افغانمل د اجرائيه ریاست له لومړي مرستيال سره وکتل

کابل_باختر د مرغومي د مياشتې٢٧مه
د زابل والي د اجرائيه ریاست له لومړي مرستيال انجنیر محمد خان سره وکتل او د زابل په سیاسي، اقتصادي، رغنیزو او امنیتي ستونزو په باب يې ورسره خبرې وکړې.
د اجراييه رياست د وياند دفترباخترآژانس ته خبر ورکړ:
افغانمل د زابل وروستیو ناامنیو ته په اشارې سره وویل چې د سیمې استخباراتي کړۍ غواړي په دغه ولایت کې د وسله والو مخالفینو لپاره خوندي ځایونه جوړ کړي.
د زابل والي په دغه ولایت کې د رغونې کارونه پڅ وبلل او زیاته يې کړه چې مرکزي دولت باید په زابل ولایت کې د بیا رغونې کارونه ګړندي کړي تر څو د دغه ولایت د اوسیدونکو ستونزې حل شي.
لومړي مرستيال زابل یو مهم ولایت وباله او زیاته يې کړه چې ترهګرې ډلې غواړي په زابل ولایت کې پټنځایونه جوړ او له همدغې سیمې جګړه رهبري کړي.
د اجرائيه ریاست لومړي مرستيال انجنیرمحمد خان د زابل ولایت والي بسم الله افغانمل ته سپارښتنه وکړه چې د خلکو او ولس په مرسته په زابل کې فعالې ترهګریزې ډلې وځپي او د فعالیت مخه يې ونیسي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته