امنیت

د ډاراچوونکو پرخلاف دامريکا د هوايي بريدونو زياتوالى

 نړيوالې خبري منابع  باختر دچنګاښ دمياشتې  ٢٩ :
دهغو نويو ارقامو له مخې چې نن دامريکاد اردو له خوا خپورشو په افغانستان     
  کې د  لومړيو شپږو مياشتو په بهيرکې د وسله والو طالبانو او داعشيانو په
وړاندې دامريکا د هوايي ځواکونو بريدونو زياتوالى موندلى دى. .
ددغو ارقامو له مخې  دجنوري او جون دمياشتو په نيمايي کې دمخالفينو په هدفونو ١٦٣٤ ځلې  بمونه او توغندي غورځول شوي دي  چې   دغه رقم   په طالبانو او داعشيانو په ٢٠١٦ کال  کې دوه برابره  دى
هغه ارقام چې دامريکا د دفاع وزارت له خوا وړاندې شوي دي  يوازې  هغه بمونه او توغندي  دې چې  غورځول شوي دي  نه  د پروازونو شمير .
په افغانستان کې دامريکايي ځواکونو په بريدونو کې  په داسې وخت کې  زياتوالى رامنځته شوى دى  چې  افغان ځواکونه   له طالبانوسره  په جګړې   بوخت دي.
امريکا او ناتو افغانستان ته دملي اردو او دملي پوليسو دځواکمنۍ او روزنې  په مقصد دزياتو قواوو  په ليږلو غور کوي.
ويل کيږي  چې په هوايي بريدونو کې زياتوالى  په ملکي وګړو کې دسر د زيان دزياتوالي سبب  هم شوى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته